Translate by your own language

Wednesday, 26 June 2013

د موبایل څخه د ګټي اخيستني اسلامي آداب

ترتيب: مولوي سيدعبدالباري

هغه کارونه چي بايدعملي سي:

١ -  تر خبرو شروع کولو د مخه سلام اچول.
٢-  د نه پيژندلو په صورت کي ځان ورپيژندل.
٣- که څه ستونځه نه وي خپل او د هغه چا نوم اخستل چي ورسره خبري کوي.
٤- يوځل يا زيات نه زيات درې ځلي زنګ وهل او بس.
٥-  بېله اجازې د زياتو خبرو څخه ډډه کول.
٦- که مخاطب د خبرو څخه عذر وکړي عذر يې منل.
٧- مختصره او لنډه خبره کول.
٨-  د بلد او نابلده سره په نرمه اوخوږه  ژبه خبري کول.
٩-  د يو چا د دندي او مصروفيت خيال ساتل.
١٠- د تفصيلي خبرو لپاره د مخاطب څخه اجازه غوښتل.
١١- مسجد ته د تلوڅخه مخکي موبايل بندول.
١٢- مسجد ته د تلو څخه مخکي موبايل بندول.
١٣- د خلګو مزاج او طبعيت پېژندل.

هغه کارونه چي بايد ونه سي:

١- هر ګړی زنګونه وهل.
٢- پر ته له ضرورته د بل چا په توسط مخاطب نخ دا ويل چي هغه نسته.
٣- ناحقه د چا ټليفون نه پورته کول.
٤- په عام مجلس کي په لوړ آواز سره خبري کول.
٥- بى ځايه پیغامونه (ميسجونه) استول.
٦- کوچنيانوهلکانو او انجونو ته موبایل ورکول.
٧- په حمام کي لڅ لغړخبري کول.
٨- د استنجاء په حالت کي خبري کول.
٩- په ناپامۍ کي د چا وينا او خبري ثبتول.
١٠- د ټليفون اوکې کولو وروسته چپ پاته کېدل
ماخذ:
موبایل فون کااستعمال : تاليف :شيخ محمدبلال وديګرمفتيان  کرام :  مکتبة عمرفاروق
موبایل فون کاغلط استعمال تاليف: مفتي سيدسليمان منصورپوري  : مکتبة  بيت العلم

No comments:

Post a Comment